دسیاه سنګ له دښمنی ډکی انتقادي لیکني ته یوه کتنه

عبـــــدالبـــاري جــــــهاني

څو ورځی مخکی د فردا په نوم سایټ کی د صبورالله سیاه سنګ په نوم یوه لیکوال زما پرشعرونو او ادبي کارونو باندی، یوه له دښمنی څخه ډکه، انتقادي لیکنه کړې وه. خو کلهچی همدغه لیکنه افغان جرمن ان لاین هم خپره کړه نو زما څخه ډیرو زیاتو دوستانوغوښتنه وکړه چی د سیاه سنګ جواب ولیکم

سیاه سنګ خپل مضمون په داسی توندو کلماتو پیلکړی دی چی زه نه پوهیږم ولی دونه په قار دی ځکه چی ما په ژوند کی نه داسی کار کړیاو نه می داسی کوم شعر لیکلی دی چی د افغانستان یو فرد دي ما ته دومره په غوسه سي.سیاه سنګ د مضمون په مقدمه کی د درشت ګویی، پلید نګاري، لګدپراني، یاوه پراګني اودغه راز سپکو کلماتو څخه کار اخیستی دی. که زه هم دغه ډول کلمات استعمال کړم نوځان به مي، خدای ناخواسته، له سیاه سنګ سره برابر کړی او د هغه مقام ته به ور ټیټسوی یم.

سیاهسنګ د خپل مضمون په سر کی لیکی چی  ”نامبرده کمتر به شعر امروز وبیشتر به غزل دیروز پرداخته است… البته جهاني سروده های برون از غزل نیز داردولی شمار آنها اندک است.”

سیاهسنګ وایی د جهاني ټول آثار می لوستي دي. خو نه ګوري چی زما په لومړی مجموعه، ورکهمېنه ، کی د اته پنځوس شعرونو له جملی څخه یوازي څلور شعرونه د غزل پر طرزلیکل سوي دي. د پایکوب په نوم مجموعه کی له شپږپنځوس شعرونو څخه اته لسغزلي دي او د سباوون په تمه کتاب کی له پنځه شپیته شعرونو څخه  اته ویشت غزلي دي.

داخو په هر صورت، زه په دی پوه نه سوم چی غزل او یا پر زاړه شکل باندي شعر لیکل دکومه راهیسی ګناه ګڼل سوې ده. البته موږ ده ته دونه صلاحیت نه سو ورکولایچی  د شعر د وزن او طرز د انتخابولو دپارهمصلحت ورسره وکړو.

سیاه سنګ وروسته له دی امله هم یو څهپه غوسه دی چی ولی ډاکټر ناشناس زما تقریبا دیرش نظمونه د خپلو کمپوزونو دپارهانتخاب کړي دي. که څه هم چی دی د ډاکټر صاحب له قوله وایی چی د جهاني شعرونهښایسته، ژور او روان دي نو ځکه یی د کمپوزونو دپاره انتخاب کړي دي، خو دی وروسته وایی چی جهانيګواکی په لوی لاس د بزم او موسیقی بازار ته سترګی نیولي دي ځکه یی نو د نوي طرزشعر لیکلو ته توجه کمه سوی ده.  زیراسازیانه شدن سروده های امروز در برابر غزل کمرنګ مینماید!!

لومړی خو د موسیقی دپاره شعر لیکل نهیوازی عیب نه دی بلکه ډیر لوی کمال دی. هغو شاعرانو ته چی غواړی د موسیقی د یوهخاص طرز او کمپوز دپاره داسی شعر ولیکی چی یو څه محتوا هم ولري ددی کار مشکل معلومدی. سیاه سنګ ته ځکه د دې کار زور نه دی معلوم چی ښایی په دغه میدان کی یی ځانآزمییلی نه وي. زه له بده مرغه د موسیقی او کمپوز دپاره د شعر لیکلو استعداد نهلرم او هر وخت وایم چی کشکی می دغه توان درلودلای. زما ټول شعرونه له کمپوز څخهکلونه مخکی لیکل سوي او وروسته د موسیقی بزم ته ورغلي دي. او که می چیری یونیم شعر په لوی لاس د موسیقی دپاره لیکلی او کوم هنرمند کمپوز کړی وي نو نه یوازیپر خپل کار پښیمانه نه یم بلکه په خوشاله یم.

شاعر خپل ږغ یوازی د لوستو خلکو غوږونو تهرسولای سی خو هنرمندان هغه ږغ د بلبلانو په څیر د هیواد د غرونو تر لوړو څوکو، ترګڼو ځنګلونو، ترشنو دښتونو او کیږدیو پوری رسوي. او د شاعر په پیغام هغه کسان خبروی چی دی غواړيخبریی کړي.

سیاه سنګ وروسته زما یوه غزل، پیالینسکوروم دي تشومه خو دي نه، را اخیستی ده او اعتراض یی دا دی چی دا غزل نه پیغاملري او نه یی یو بیت له بل سره اړه لري. لومړی خو دا د هر لوستونکي په خپل نظر اوتعبیر پوری اړه لري چی د غزل څخه څه اوري او څه ورڅخه اخلی. په دی غزل کی پیغامڅرګند دی. شاعر له سرنوشت او قسمت سره په جګړه لګیا دی. حتی نه غواړيهغه پیاله چی سرنوشت او قسمت یی به برخه کړی ده تشه کړي او نسکوروی یی. شاعر اسمانته یاغی دی او د دی پر ځای چی اسمان پر خپلو او ښکو وژړوي، په چیغو یی غوږونهورکڼوي. دا چی سیاه سنګ نه غواړي خپل ځان د شعر په پیغام پوه کړي هغه نو د دهخپل کار دی. سترګی او غوږونه یی خپل دي او د خپلو مغزونو اختیار هم یوازي له دهسره دی.

خوداچی سیاه سنګ وایی  د دی غزل مطلع له بدنې سره اړه نهلري. دا خبره له یوی خوا غلطه ده ځکه چی ددی غزل ډیر بیتونه اړه سره لري. د بلي خوا داسی ښکاری چی زموږ ښاغلی منقدد غزل له صنعت څخه خبر نه دی. د غزل یو خصلت دا دی او له نورو شعرونو څخه په دې رابیلیږی چی معمولا یی یو بیت له نورو سره اړه نه لري او هر بیت یی جلا جلا خپلهمعنی لري. دخوشال خان خټک هغه غزل مي چی ښاغلي ناشناس په خپل خواږه اواز کی ویلې ده دغه ګړیرا په یاد سوه.

د ســــحر باده ګذر په چمن بیا کــــــــړه      په چمن کی رنــګارنګ ګلونهوا کړه

بــــی نیاز څهخبر له نازه چی نازڅه دی       ستا د سترګوبلا واخلم ناز په ما کړه

زه لـه خپله بخته چا وته فریـــــاد کړم         چی پرون یی راته مخ وو نن یی شاکړه

زه خوشال کمزوری نه یمچی به ډارکړم      په ښکاره ناری وهم چیخوله یی راکړه

موږګورو چی د دې غزل یو بیت هم له بل سره اړه نه لري او د پښتو ادب د نقد په تاریخ کی له دغهدرکه چا دغه غزل ته ګوته نه ده نیولې. د پښتو ادب په تاریخ کی موږ تر دغه ګړیهپوري تر خوشال خان ستر سړی نه لرو، ځکه می د هغه د غزل یو څو بیتونه د مثال پهتوګه راوړل.  زه یقین لرم چی ښاغلی سیاهسنګ پخپله هم په دی موضوع پوهیږی، ځکه ما اوریدلي دي چی هغه ډیر پوه سړی دی او داچی د خپل  لیکلي  مضمون په سر کی یی په دونه زړه ورتیا دومره سپککلمات استعمال کړي دي، پخپله د ده د پوهی نښه ده.

سیاه سنګ وروسته له انګلیسی، فارسی او اوردو څخهزما منظومو ترجمو ته ګوته نیسی او وایی چی دا ډیر بی ګټی کار دی او چی لایی دمشهور هندي صوفی بګهت کبیر شعرونه منظوم ترجمه کړي دي دا خو یی بیخی بی فایدی کارکړی دی ځکه چی دا کار د پښتنو او پښتو ژبی هیڅ درد نه دوا کوي. دی وایی جهاني بایدددی پر ځای د پښتو ژبی د مشهورو شاعرانو لکه حمید موشګاف، خوشحال خټک عبدالرحمن،حمزه شینواري او … په باره کی لیکني کړي وای او د هغوی آثار یی نقد کړي وای.

له دونه تعصب، تنګ نظری او حسادت څخه ډکهخبره چی وایی پښتوژبی ته له غربی ادبیاتو څخه منظومی ترجمې هیڅ ګټه نه لری  اصلا په تبصره نه ارزی. نورخو په هر صورت، زه نهپوهیږم چی زموږ دغه نقاد د بګهت کبیر له پیغام او فلسفی او د هند په نیمه وچه کی دهغه له شهرت سره بلد دی کنه. د هغه هندی تصوف بیخی بل ډول انساني پیغام لري. هغهخپل پیغام او فکر د هندوانو د اوپانیشاد او د مسلمانانو د چشتیه طریقې د مشهورصوفی شیخ فریدالدین شکرګنج څخه اخیستی او د انسانانو او ټولو مذهبونو د پیروانوترمنځ د یوالي تبلیغ کوي. د سیکهانو د مذهب باني، ګرونانک، دده له اشعارو څخهالهام واخیست چی — ناهي هندو ناهي مسلمان— چیغه یی پورته کړه او تر نن ورځیپوری د سیکهانو په مقدس کتاب ادی ګرانت کی هم د بګهت کبیر اوهم د شیخ فرید شکرګنجشعرونه  او مناجاتونه خوندي دي. دا افسانهد بګهت کبیر په باره کی مشهوره ده چی وایی پسله مرګه یی پر مړي باندی د هندوانو اومسلمانانو جګړه چی هندوانوغوښتل ویی سوځوي او مسلمانانو غوښتل چی خاورو ته ییوسپاري. بګهت کبیر هندو او مسلمان مریدان درلودل . خو د عمر تر پایه پوری یی دخپلو مریدانو څخه  نذر وانه خیست او پهخپله جولاګری یی، چی د هندوانو په کاسټی سستم کی تر ټولو ټیټ کسب وو، ګوزاره کوله. زه ګومان نه کومچی دا موضوع دي په نوره تبصره وارزي.

د پښتو د شعر او ادب دې خواخوږي، زما دمشکو کاروان په نوم کتاب نه دی لوستی چی هلته می د پښتو ادب تقریبا ټول ستوري معرفي کړي دي. د هغوی پر ژوند او شعرونو میتبصرې کړي دي  او په دې برخه کي مي دده مشورېته هیڅ ډول ضرورت نه دی پیدا کړی.

سیاه سنګ وروسته پر دی خبره په غوسه دیچی ما ولی د خیام رباعیات ترجمه کړي دي. دی وایی دا ځکه بې ګټي کار دی چی په پښتوژبه کی تر ما دمخه ډیرو نورو کسانو د خیام رباعیات ترجمه کړي دي. زه نه پوهیږم  په دی کی د انتقاد ځای کوم دی. ما خو ټول خپلوخت په تیر کړی دی. خپله طبع مي آزمیلې ده او زه ګومان کوم دا د هر شاعر خپل حق دیچی د ځان لپاره یو کار وټاکي. ما هیڅ وخت نه دي ویلي چی زما ترجمه تر نورو ښه ده.خو دده د معلوماتو دپاره باید ورته ووایم چی لوستونکو زما د خیام د رباعیاتوډیر ښه هرکلی کړی دی. دوه ځله چاپ  سوي اواوس هم په بازار کی نه پیدا کیږی.

سیاه سنګ ښایی نه وي خبر چي د خیام رباعیاتپه انګلیسی ژبه کی څه باندی لس ځله ترجمه سوي او هر ځل داسی کسانو ترجمه کړي دي چیپه انګلیسی او فارسي ژبو کی یی بشپړ صلاحیتونه درلودل. دده د معلوماتو دپارهباید  ورته ووایم چی د خیام نهه نیويرباعیات یوځل ایډوارډ فیتزجیرالډ ترجمه او پنځه ځله چاپ کړل. ورپسی ایډوارډ هینریوین فیلډ، بیا جان لیزلی ګارنر، وروسته جوسټن هنټلي مکارتی، ورپسی ریچارډګالین اوورپسی ایډوارډ هیرون ایلن په خپل وار د خیام رباعیات ترجمه او چاپ کړل. ددی ټولومترجمینو کار په خپل وار ستایل سوی او ارزول سوی دی او هیح منقد نه دي ویلي چی نورنو بس دي، زیات یی مه ترجمه کوی.

دا خو د سیاه سنګ ادبی تبصرې اوانتقادونهدي، خو تر دی چیرا تیر سو نو بیا ګورو چی د هغه له ړانده تعصب سره مخامخ کیږو. کندهار می د بابا په قواله دی. داسی تعبیروي چی ګواکيزه د هغه لوی ولایت د ملکیت دعوه کوم. داسی لیونی به چا لیدلی وي چی د یوه ښار دملکیت دعوه وکړي. د دې معنی یوازي دا خبره ده چی دا ښار زما وطن او یا زما د پلاروطن دی. مشکل فقط دې خبری پیښ کړی دی چی لیکوال د پښتو ژبی له اصطلاحاتو سرهبلد نه دی.

اې زما وطنه د لعلونوخزانې زما      ستا هره دره کی دي د تورونښانې زما

ددېمعنی به داوي چی غنی خان د ټولی پښتونخوا د ملکیت دعوه کړې ده او یا د هغی سیمی پهدرو کی د تورو ټولی نښانې یوازي په ده اړه لري؟

سیاه سنګ د سرداری کلمه هم په دغهمغرضانه شکل تعبیروياو وایی چی جهانی خپل ځان د برترنژاد ، برتر نماینده بولي. زه نه پوهیږم چی د برترنژاد څخه به د دې غرضی لیکوال مطلب څوک وي. خو ما په همدغه شعر کی ویلی دي چی:

که تاجک دی که اوزبک دییو افغان دی     د دې خاوری هزاره ترکمنزما دی

دلته نو کوم یو برترنژاد سو چی ما به د هغه د سرداری دعوه کړې او په هغه حساب به میپچه په خپل نامه را ایستلې وي. په دی بیت کی خو د افغانستان تولو لویو اوسیدونکوقومونو ته په یوه سترګه کتل سوی دي. مګر د سیاه سنګ په اصطلاح ګواکی ما د هزاره اوترکمنو د ملکیت دعوه کړې ده.

چی فکرونه د نفاق پاليبه سر کي      امتیاز یی د وهلو کشتن زمادی

سیاه سنګ وایی چی که امریکایان در خبرسول چی ته د خلکو د وهلو او وژلو خیال لرې، محاکمه کوي دي. لومړی خو ما نه دياوریدلي چی چا دي څوک په شعر کی د یوی تشی لویی خبری  په ګناه محاکمه کړی او په سزا رسولی وي. البتهکه  پخپله له سیاه سنګ سره دا قدرت وای نوما به لا پخوا سر نه درلودلای. دوهمه خبره دا ده چی د سیاه سنګ ولی د هغوکسانوپه  له منځه وړلو خوابدیږی چی په وطنکی د نفاق اورونه بلوي. افغانستان د تجزیی پر لوری بیایی او د همدغه نفاقپه نتیجه کی منځته راغلي جنګونه او تباهي دایمي کوي. که ماته ریشتیا هم د هغوکسانو د له منځه وړلو امتیاز راکړه سي چی زما هیواد بدبخته کوي او زما وطن نور همد نفاق په لمبو کی سوځوي نو زه به په دغه امتیاز افتخار وکړم.

سیاه سنګ وایی چی د وهلو او وژلو پرځای به بهتره وای چی د خبرو دپاره د لاری د هوارولو ږغ سوی وای. خو زه وایم چی دیوایی زما ټول کتابونه یی لوستی دي. څرنګه یی زما له سل ګونو بیتونو او شعرونو څخهیوازی دغه یو شعر او څو بیتونه انتخاب کړل. ده به حتما زما چمن چمن وطنه شعر لوستی وي، خو څرنګه چی سترګی یی تعصب ړندېکړي او غوږونه یی همدغه بیځایه تعصب کاڼه کړي دي نو زما چمن چمن وطنه شعر نه پهسترګو وینی او نه یی په غوږو اوري.

راځه وروڼه سره خپل سوکوربه خلاص کړو له پردیو

پر یوه کـاسه به ټول سو  طلسم مات کــړو د پـــــــیړیو

لــــه تربور سرهجوړه سو لښکر جوړ کړو د بــــګړیو

ســــاندی وشـــــړو له مېنـــــی را ته مـــخ سی دښادیو

مـــــرور ســــــره جــــرګه ســـو ډزي وکـړو د خوښیو

اوښــــــکی وچي کـــړو د سـترګو وینیپریولو له کالیو

لا تر کــــــــــله به یی پاته له کـــــاروانه د سیــــــــالانو

زمـــــــا چـــمن چـــمن وطنهڅنګه کور سوې د زاغانو

سیاهسنګ زما په شعرونو کي د سولي او وروری پر چیغو غوږونه کاڼه کړي دي او، دا ډزی ولیکوی، اووه پاڼی شعر یی، یا نه دی لوستی او یا څرنګه چی دده له غرضه ډکي لیکني پهدرد یی نه خوړل، هسی له نظره غورځولی دی.

هغه ګولی چی اوروې ستاپر کاله لګــــــــیږي

ستا د ورینداري پر سینهستا پر وراره لګیږي

هـغه پرون چیجنازه وه زما خورکی یی یوړه

پــه خپل راکټدي د پلرونو کنډواله لګــــیږي

لا بـــه ترکــــله بی وطنه بی کفـــنه ګــــــرځو

څــــوبه  اورونه لا په لاس د بیــــګانه لګیږي

دا ډزي بنــــــدي کــــــی زهره می چـــــــوي

د خــــــــــــدای دپــــــــــــاره ډزي ولی کوی

صبور سیاه سنګ ماته هم د خپل ځان په عینکوکی ګوري او د هغه شعر په اساس چی کندهار ته می لیکلی دی او د هغه باتور اولس پهتوره او تاریخ می ویاړلي دي، دده په اصطلاح، سنګر ګیری های نژادی و زباني  بولی او لا دا هم وایی چی کله ما د پکتیا دشیربریتو یادونه کړې ده نو ګواکي د مړاني او غیرت افتخار مي یوازی، دده په اصطلاح،همنژاد او همزبان ته بخښلی دی. او د آمو، واخان او پنجشیر میړونه می له یادهایستلي دي.

لومړی خو، کله چی یو شاعر په خپلهیوه حماسه کی د یوه ښار یا د یوه یا څو قهرمانانو نومونه اخلي او په هغوی ویاړي،نو ددی معنی دا نه ده چی نور هیواد او یا نور قهرمانان یی له نظره غورځولی دي.بلکه د یوه ښار، یوه میدان او یا یوه قهرمان څخه د سمبول په حیث کار اخلي. کهسړی یوازي د احمدشاه بابا او پانی پټ یادونه کوي نو ددی معنی دا نه ده چی موږیوازی دغه یو قهرمان او دغه یو میدان لرو. زموږ لمن له قهرمانانو ډکه او تاریخمو له میدانونو ډک دی. مګر که موږ په هر نظم کی خپل ټول قهرمانان او د هیواد هرښار او سیمه یادوو نو بیا خو له شعر څخه تاریخ او جغرافیه جوړیږي.

او بل نو سیاه سنګ د خپلی ټولی پوهي اوهوښیاری سره پر ما باندی تورلګوی چی کندهار ته می شعر لیکلی او حتی خپلی پښتنیسیمی می هیری کړي دي( ځکه چی دی له پښتنو سره ډیره خواخوږی لري)خو په غټو سترګو پههمدغه کتاب کی هغه شعر نه ویني چی ما پرکونړ باندي د مجاهدینو د یرغل او ناتار پهوخت کی لیکلی او پر هغه سپیڅلې خاوره می د خپلو بچیو د تیریو له امله ژړلي دي.

یو د کرالي قصـــاب بل د نرنـګ داړه مـار

درته لمبه سوه مځکهدرته اسمان سو په قار

زمـــــا ملنـــګو خلــکو دا د کومجــرم سزا

زمـــــا مـــعصوم اولسه ووایـه څه دی ګناه

……………..

کونړه تیری به سي دکړاوونو ورځی

د جـــــنازو خبري دا د غمونو ورځی

…….

څـــه چی پر تاراغلي د هیریدلو نه دي

کونړه ستا قاتلان زموږد بخښلو نه دي

سیاه سنګ پر ما باندي تور لګوی چی ولي ميیوازی د خپلو همنژادو او همزبانو!! صفت کړی او پنجشیر او واخان می له یاده ایستلیدي . خو څرنګه چی دده سترګی تعصب ړندې کړي دي نو په همدغه کتاب کی چی ده د کندهارشعر ورڅخه انتخاب کړی دی هغه شعر یا نه وینی او یا په لوی لاس سترګی ورباندي پټویچی ما د پامیر او په تیره بیا د پنجشیر غښتلو او باتورو اولسونو ته لیکلی دی.

هسکه پامیره د غرونومیره

بیا دي پرتې دي واوريپر ږیره

بیا دي لمن ده له کیسوډکه

د چا له فتحی د چا لهویره

زمان در وړی لښکر دټکو  ( صاعقه ها)

پر سر دي اوري سرهآفتونه

د حوادثو ځولی در سیخسوه

د تورو وریځو یاغیپوځونه

بیا دی په غیږ کیپنجشیر یاغی دی

بیا درنه رپي دخلکوزړونه

بیا دي ښکاره کړېپولادي موټي

بیا دي له زوره ډک سولرګونه

بیا دي شل کړي بیا ديمات کړي

د چا لاسونه د غاښونه

بیا له سکندره لاري ديورکي

بیا یی خوږمن دي ټولاندامونه

بیا دي جوغې ته اړم سولغشي

بیا دي پر تړو ګرځیټانکونه

بیا امتحان دی بیاآزموینه

بیا د سلګونو فتحویادونه

بیا دي پر څوکو واوريلمبه دي

بیا دي ګریوان ته تویسول اورونه

بیا دي لمن کی د مرګنارې دي

بیا دي درو کی ورک سولپوځونه

هسکه پامیره د غرونومیره

……

څو چی نړی وی ژوندي بهپایی

څوک چی اوسیږی ستا پرلمنو

کیسی به نه سی د زمانهیری

ستا د پلرونو ستا دنیکونو

څو چی جهان وی هسکی بهاوسي

ستا د لمني پولادي پرښي

ورکي به نه سي پهافسانو کي

ستا په درو کي د وینوکرښي

څو چی اسمان وي څو چیجهان وي

ستا خرخښې به پکښيیادیږي

چی تا ورکړي د غضب غشي

نه به مړه کیږی نه بهرغیږي

څو چی دا مځکه څو چیانسان وي

ستا به داستان وي اوستا خبري

هیر به یی نه سي کاريوارونه

که اسکندر دی که سرېلښکري

هی در واري سم د ګوربتکوره

ستا له درونه ستا لهشیلو نه

ستا له عظمته ستا لهقدرته

له لوړو څوکو له ګړنګونه

هسکه پا میره د غرونومیره

بیا دي پرتې دي واوريپر ږیره

که د لوستونکو د ستړي کیدلو غم را سرهنه وای نو به می دا ټول شعر دلته را وړی وای خو ګومان کوم چی د سیاه سنګ او سیاهسنګیانو د، په لوی لاس، پټو کړو سترګو د پرانیستلو لپاره به همدا یوه برخه کفایتکوي. سیاه سنګ ماته دپامیر د سیمی داسی شاعر ښودلای سي چی د خپلو غرونو څوکو ته ییپه دغه ښایست شعر لیکلی وي؟ ماته د هغی سیمي داسی شاعر ښودلای سي چی یو ځل یی دکندهار د باتورانو په لاسونو کی د سپینو تورو ځلا ستایلې وي. دا سی کوم شاعر یا، دځان په شمول، کوم لیکوال راته ښودلای سي چی په دې وروستیو څو کالو کی یی د کندهاراو د هغی ټولي پراخی سیمی  د بیګناه خلکوپر قتل عام باندی یوه اوښکه توی کړې او یا یی لږترلږه د زړه سوي اظهار کړی وي.

زما د پاره ټول افغانستان خپل هیواد دی.هری لویشتي ته یی د خپل کور په سترګه ګورم. د وطن د هری سیمی د پیغلی پلو می دخپلی خور عزت دی. زما دپاره کندهار او پنجشیر دواړه د یوه هیواد بیلی بیلیسیمي دي. یو ځل بیا سیاه سنګ، چی تعصب یی سترګی ړندې کړی دي، د هماغه کتاب لوستلوته رابولم چی ده د کندهار شعر ورڅخه انتخاب کړی دی. ماچی په پاکستان کی دمهاجرت او غربت په شپو کی د کندهار ښار یاد کړی دی نو مي پغمان او پنجشیر هم لهیاده نه دي ایستلي.او د پردیس پسرلي په نوم شعر کي می هر یو جلا جلا په یاد دی.

زما پر ښکلی پغمان اوري

له اسمانه آفتونه

سپیني واوري سره لمبهدي

باندي ګرځی تور دودونه

زما له مسته کندهاره

بوی راځی د وحشتونو

سپیني واوري سره لمبهدي

باندی ګرځی تور دودونه

د کرملین خروړي سپي به

د پروان پر پولو ګرځي

د نیپالم تنورونه

د پنجشیر پر تړو غورځي

زه به اوس هم لا هوکیږم

رانه هیر به وی دردونه؟

د پردیو پسرلي ته

ورلیږمه به شعرونه؟

اوس نو د سیاه سنګ سترګي، چی تعصب ړندې کړيدي، څوک څرنګه پرانیزي. دا کار یوازي د خدای تعالی په وس پوره دی.

سیاه سنګ وروسته زما پر فوکلوری کیسوباندي دونه کودکانه او مضحکي تبصرې کړي دي چی سړی نه پوهیږی یوه ادیب او نقاد تهدغه راز فکرونه، تحلیلونه  او اټکلونه څرنګه پیدا کیدلای سي. د زمریانوخپلوي په نوم یو شعر یی را اخیستی دی چی د هغه نکل ټول مفهوم د زورورو او پاچاهانوبد قولي او پر خپل لوز باندي پښیماني ده. خر زموږ په ټول فوکلور کی د بی عقلیسمبول دی. ګیدړ په شرقی او غربی فوکلور کی د هوښیاری او شیطانت سمبول دی. زمری تقریباد ټولي نړی په فوکلوري نکلونو کی د پاچاهی، قوت او زیاتره وختونه د زور او ظلمسمبول وي. په دی برخه کی، له بده مرغه، زما هیڅ ابتکار نسته او که یی د ابتکارافتخار زما وای نو زه به ډیر خوشاله وای. دی وایی څرنګه چی جهاني کندهاریانو ته دزمرو خطاب کړی دی نو دلته یی هم مطلب کندهاریان دی او خر حتما د کوم مظلوم اولسسمبول دی چی د زمري د پنجو ښکار دی او په پای کی لا د بیعقل خطاب هم ورته کیږی. سیاهسنګ د ګیدړ په باره کی څه نه دي ویلي. البته له خره سره یی خواخوږي د قدر وړ ده.  ځکه چی ډیر بیځایه وژل کیږی او پسله مرګه لا د بیعقل او جاهلخطاب هم ورته کیږی. خو سیاه سنګ باید دونه متوجه سي چی دا نکل د خره د بی عقلیپه باره کی نه دی بلکه د زمري د ظلم په باره کی دی. دی باید د نکل وروستنیوبیتونو ته توجه وکړي.

دا قــــانون دی د ځنـــــګله د ځنـــاورو

زړه ور نه کښینی تر څنګد زورورو

خـــدای ورکړیدی نصــیب د جاهلانو

چـــی قولـــونه څـــوک منـي دباچاهانو

پـــه کــله کی یی ماغزه نه وه خالي وه

ځکه ستا سره په خیال کییی دوستي وه

اوس نو که سړی د سیاه سنګ څخه پوښتنهوکړي چی موږ به د خره پر ځای بل دونه بی عقل حیوان له کومه کړی وای چی د ګیدړ منتراو شیطانت دونه ژر اثر ورباندی کړی وای. ځکه نو موږ دده له اجازې پرته خر انتخابکړ. البته سیاه سنګ ته زما یوه دوستانه مشوره داده چی د زمري د نامه له بیځایهیادولو سره پام وکړي، چی دا لس کاله کیږی د یوه مړه زمري نوم او عکس د کابل پرټوله اداره باندي حکومت کوي.

سیاه سنګ د خپل خصمانه مضمون په پای کیزما د سبزه کوب شعرته، چی ډاکټرصاحبناشناس کمپوز کړی دی، اشاره کړې او ادعا کوی چی ما دا شعر د خلقیانو د رژیم په وختکی لیکلی دی. ګواکی دی زما خبره دروغ بولی چی ما دغه شعر د شهید داوود خان د حکومتپه وروستیو شپو کی لیکلی دی. اختر پټ میړه نه دی. ما په زرګونو پښتانه پیژني.محترم سلیمان لایق، چی سیاه سنګ په دغه ارتباط په خپله لیکنه کی اشاره ورته کړېده، ژوندی دی. زهدونه سپین سترګی نه یم چی د خپل دونه شهرت سره سره د زرهاوو خلکو په مخ کی دروغ ووایم.چی سیاه سنګ زما خبره نه مني نو نه به یی مني.

سیاه سنګ بالاخره د خپل مضمون په پای کیزما ځینی شعرونه په فارسی ترجمه کړي دی او مطلب یی دا دی چی ګواکی دی د ډیر پراخنیت او نظر خاوند  دی. انصاف دا دی چیډیری بیخونده ترجمې یې کړي دي. هغه روح او ښایست چی په اصل کی پروت دی پهترجمه کی نه لیده کیږی. ده لکه چی زما ترجمې لیدلی دي نو یی فکر کړی دی چی دشعرونو ترجمه اسانه کار دی. زه وایم سړی باید دونه بار ته اوږه ورکړي چی وړلای یېسي.

سیاهسنګ او سیاه سنګیانو ته زما وروستۍ خبره دا ده چی زما ټول شعرونه د افغانستان خلکوته وقف دي. په ژوند کی می د هیواد د پراخو اولسونو ترمنځ د نفاق یوه خبره نه دهکړې. زما په تقریبا پنځه څلویښت کلنه شاعري کي یوه کلمه تعصب څوک نه سی ښودلای. د افغانستان د هری ژبی او هراولس سره تعصب او دښمني ملی خیانت بولم. ځکه نو د هغو کسانو په ترټلو او وژلوافتخار کوم چی زما له هیواد څخه د یوې لویشتي د بیلولو خیال لري او یا می داولسونو تر منځ د نفاق تخمونه شیندي. د اولسونو ترمنځ جنګونه دایمی کوي او دمیلیونو بیګناه انسانانو د قتلیدلو او د ښارونو او کلیو  د تباه کیدلو سبب کیږي

پيوند زير : نوشته دکتور صبورالله سياه سنگ

جهـان جهـانــی



Lämna ett svar