د ستر شاعر استاد عبدالباری جهانی په ویا‌‌ْړ دافغانانو د ټولنې پیغام

لیکونکی او لوستونکي :  محمد عالم عالمی
دلوی خدای په نامه
په ستوکهولم کی د افغانانو ټولنه د درانه ورور ښاغلی جهانی صاحب او دده خاصو مینه والو تشریف راوړنه په افغانی مینه او محبت بدرقه کوی او دزړه له کومی دغه ملی شاعر او ورسره ملګروته دزړه له کومی ښه راغلاست وائی او ورسره په تالار کی د قدرمنو هیوادوالو څخه چی د وتلی ملی شاعر استاد جهانی صاحب په ویاړ او دقلم کلوپ به نوښت او بلنه دې ادبی غونډی ته راغلی دی مننه کوی

!افغانانو خویندو او ورونو
نن د ویاړ ځای دی چی دهیواد ستر شاعر تاریخ پوه او ادبی شخصیت ښاغلی جهانی صاحب دیادونی او ستاینی کور به یو. زموژ هیوادوالوته څرګنده ده چی ښاغلی تاریخ پوه جهانی شاعر استاد جهانی صاحب د پښتو شعر او ادب په برخه کی نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړیدی او کوی یی. خپل ټول عزیز عمرئی پدی برخه کی یعنی دپښتو ژبی په شعر ویلوکی په پوره صداقت او دافغانی مینه سره تیر کړیدی. ده پښتو شعر ته وده وی کړی ده او په شعر ویلوکی ئی ځانګړی ځای او مقام تر لاسه کړیدی. جهانی صاحب د ټولنی دردونه نیمګړتیاوی عدالت او بی عدالتی په خپل شعری کلام ځای په ځای کړیدی. دده شعرونه په رښتیا سره جهانی شعرونه دی. په ټوله نړی کی چیرته چی افغانان اوسیژی خاص مینه والی لری او بل دا چی د جهانی صاحب د شعرونو خوند او انداز دومره لوړدی چی د هر افغان په زړه ځای نیولی دی او جهانی صاحب د پښتو ژبی زیرمه بولی او شعرونه ئی هم د ملی یووالی پر بنسټ ولاړدی د افغانستان ټول ولسونه ئی په پوره ریښتینولی او ایمانداری سره ملی یو والی ته هڅه ولی دی. غواړم د بلګی په توګه دده  د ددی ملی احساساتو یادونه په خورا در نښت سره وکړم او هغه داچی جهانی صاحب وائی.

کندهارمی د بابا په قواله دی
که پنجشیر دی که واخان دی وطن زمادی
هره لویشت می د نیکه او بابا ګور دی
په هرګام باندی لحد او کفن ز ما دی
هر غاټول ئی زما له وینو رنګ اخیستی
دا په وینو روزل شوی چمن رما دی
له نیکه راپاته سوی په میراث دی
دادمشکو رباتونه ختن زما دی
سرداری یی زما په پچه ده ختلی
له آمو تر مست هلمنده مامن زمادی
که تاجک دی که اوزبک دی یو افغان دی
ددی خاوری هزاره ترکمن ز ما دی
چی فکرونه د نفاق پالی په سرکی
امتیازیی د وهلو کشتن زمادی
ښه یی زما دی بد زما دی هر څه زما دی
ددې خاوری ارغوان او زغن زمادی
دلته هره تیږه کاڼی بدخشان دی
دا لعلونه غرونه غرو دمن زما دی
د ازل تقسیم باغوان یم پیدا کړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی
که میرویس دی که اکبر دی که مسچدی دی
هره توره هر میدان او تورزن زما دی
چی په زړه کی څه در تیر نه شی آسمانه
چی پرون می د نیکونو وو نن زما دی

جهانی صاحب په خپل قلم او شعر سره نوی استعمار چی د افغانانو د نفاق او بد بختیو سبب شوی دی په خورا واضحو ټکو غندلی او هغه ئی مردود او ناروا بللی دی په افغانانو باندی یی د یووالی آواز کړی دی . زموژ په افغانی ټولنه کی پښتو ژبی او دری ژبی شاعران په یوه خوله او یوه آواز د خپل هیواد نا خوالی بیانوی. د نړی د لوی استکبار په وړاندی په ګډه سره مبارزه کوی او دا جهنمی اډه غندی او خپل هیوادوال خپل شریک مخرج یعنی افغانستان تر عنوان لاندی یووالی او ورور ګلوی ته رابولی.
درانه شاعران او ټول روشنفکران دا مسؤلیت لری چی د هغو افغانانو رابظه او تړاو چی په بهرکی اوسیژی د خپل ګران هیواد افغانستان سره وساتی. شاعران دبشری ټولنی هغه برخه جوړوی چی په خپلو مورنیو ژبو د ټولنی د خلکو دردونه او احساسات بیانوی ، ځنی شاعران د انسان مینه او تړاو د خدای ج سره ټینګوی او ځنی شاعران د زمانی د حاکمانو ښه او بد دواړه ستایی، پدی معنی ښه یی په ښه ستایی او بد یی بیا بد بولی  ، او بله ډله شاعران بیا دعلم لوړ او سپیڅلی مقام ستائی او خلک د علم زره کړی ته ور بولی.
موژ د خپلی ژبی شاعران په درناوی سره یادوو هر څومره چی د افغانی شاعرانو شمیره زیاتیژی په همغه اندازه ز موژ دهیواد هنری او ادبی انداز لوړیژی او که چیری په دوی ډک شوی ځایونه خالی کیژی زموژ ټولنه هرو مرو د کړاوونو سره مخامخ کیژی. ټول انسانان اشرف المخلوقات دی او دیوه بدن غړی دی. دامطلب استاد سخن سعدی صاحب څه ښه ویلی دی:

بنی آدم اعضای یکد یګر اند                         که در آفرینش ز یک جوهر اند
چو عضوی بدرد آورد روزګار            دیګر عضو هارا نماند قرار
    
ښاغلو حاضرینو!په همدی ځای کی اړینه بولم د قلم د کلوپ د پیاوړ غړو څخه مننه وکړوچی د تیر په شان یی په خپل نیک نوښت سره د خپل هیواد د شاعرانو، تاریخ پوهانو او ادبی شخصیتونو په وخت لمانځنه کوی او دوی ته بلنه ورکوی او هیواد وال ورسره آشنا کوی او زموژ منلی شاعران هم دخپلو هلوځلو کی نتیجه ګوری او انشاالله د خوشحالی احساس کوی. د یادونی وړ ده چی تیر کال هم د قلم د کلوپ په نوښت په ستوکهلم کی د یوی افغانی درنی وتلی شاعری دستګیرزاده درنښت او لمانځنه وشوه، ددوی نوښتونه د یادونی وړ دی.
رحمان بابا علیه الرحمه یادونی کړی ده:
پس له مرګه به دا مهر او اخلاص نه وی
که اخلاص کړی نن هنګام دی د اخلاص

تل دی وی د شاعرانو، ادیبانو او تاریخ پوهانو د یاد ورځ
ژوندی دی وی د افغانستان میړنی په آزادی مین خلک.

****

دا لاندي شعر د محترم عبدالباري جهاني په په ویا‌‌ْړ د محمدعالم عالمي له لخوا ولوستل شو
جهانی شاعر راغلی په رښتیا چی جهانی ده
جهانیان ئی در ناوی کا چی ئی شعر جهانی ده
د ادب ستوری راغلی نن راغلی لوی شاعر دی
مینه وال ئی ډیر په مینه در ناوی کا چی میلمه یی جهانی دی
دپښتو ادب پیاوړی تاریخ پوه شاعر راغلی
افغانان پری افتخار کا د پښتو ژبی فضلی شاعر راغلی
پاک احساس می د یوه پاک احساس کور به دی چی راغلی
په احساس د افغانانو سویدن ته جهانی شاعر راغلی



Lämna ett svar