یوه افغان زلمي په سوېډن کې په ریاضي کې لومړی مقام وګاټه

تاند – یوه افغان زلمي، سرور ستانکزي، په سوېډن کې د ریاضي په برخه کې د ۷۰۰ کسانو تر منځ سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه.‌

ښاغلی ستانکزی ۱۸ کلن دی او اصلا د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکی دی.‌

افتخار افغانستان در سويدن
سرور ستانكزي جايزه ويژه بهترين دانش آموز در مضمون رياضي را ميان ٧٠٠ نَفَر، بدست آورده است. انجمن افغانهاي سويدن اين افتخار بزرگ را نخست براي خودش و متعاقباً به افغانهاي مقيم سويدن مبارك باد عرض ميكنم.

سرورستانکزی له څه باندې دوه کالونو راهیسې په سوېډن کې اوسېږي،‌ او د دغه هېواد په جنوب کې د کلمار ښار اړوند د هلټسفرېډ ګېمنازیوم په نامه ښوونځي کې درس وایي.‌

ځوان افغان ریاضي پوه سرور ستانکزی

نوموړی وایي چې دی یوازنی افغان وو چې په یاده سیالۍ کې یې چې د بېلابېلو ملتونو خلکو په کې برخه اخیستې وه د پام وړ مقام ترلاسه کړ.

ښاغلی ستانکزی وایي،‌ چې د هلټسفرېډ ګېمنازیوم په نامه ښوونځي کې دایره شوې سیالۍ کې چې خواوشا ۷۰۰ کسانو په کې برخه لرله نوموړی عمومي اول نومره راغی.

سرور ستانکزي په خپله فیسبوک پاڼه خپاره شوي یوه بیان کې ګیله کړې، چې که څه هم چې د سوېډن بېلابېلو رسنیو د هغه ستاینه وکړه خو هېڅ افغان مقام او په ځانګړې توګه په سوېډن کې افغان سفارت د هغه پاڼه هم وانه ړوله.‌ (د سرور ستانکزي د وړتیاوو په هکله د سوېډن د یوې رسنۍ راپور)‌

منبع : تاند 

https://www.svt.se/nyheter/lokalt/smaland/ar-sarwar-bast-i-smaland-pa-talet-pi



Lämna ett svar