د حاجي شیرباز نوري د کورنۍ د غړی د جنازې او فاتحې اعلان

د حاجي شیرباز نوري د کورنۍ د غړی د جنازې او فاتحې اعلان

درنو دوستانو!

زموږ د کورنۍ کوچینی غړی صابرجان نوري چې څو ورځې مخکې په سټاکهولم کې په یوه ناوړه پیښه کې د دیرش کلنۍ په عمر په شهادت ورسید،  إنا لله وإنا إليه راجعون  

جنازه یې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر 12) د تیوریسو  Tyresö  د ستراند شیورکوګورډین Strandkyrkogården د مسلمانانو په هدیره کې په یولسو بجو خاوروته سپارل کیږي او ورپسې د فاتحې مراسم یې په روګسوید کې د افغانانو په جومات کې له یوه نیمې ترڅلورو بجو ترسره کیږي.

له تاسوټولو دوستانو په ډیردرنښت هیله کیږي چې د مرحوم صابرروح ته د دوعالپاره او زموږ غمجنې کورنۍ ته د تسلیت په خاطرپه دغو مراسمو کې ګډون وکړئ.

بلنه د مرحومي د کورنۍ د لاندې غړیو له خوا:

حاجي شیرباز نوري (پلار)، ظریفه نوري (مور) بصیره نوري (میرمن) نادیه نوري او بنفشه نوري ( خویندې) شریف نوري ( ورور) بي بي حاجي ماه ګل بره کي اوبي بي حاجي درخانۍ نوري (نیاګانې) ګلبازنوري، سربازنوري او نوریاس نوري (ترونه) مینا بره کي (خاله) جاوید بره کي (ماما) نسرین بره کي، شکیبا بره کي، ناجیه نایبي او شکریه نایبي ( ترلې) حامد بره کي، امید بره کي، ادریس بره کي او مریم بره کي (د ماما اولادونه) تورپیکۍ بره کي (د مامامیرمن) جان محمد ځاځی (اوښی) آدم ځاځی، آدرین ځاځی او سوزان ځاځۍ (خوریونه) خدیجه نوري، نوریه نوري او پروین نوري (د ترونو میرمنې) نیک محمد بره کي، احمدضیا بره کي، مسعود نایبي اوعزیزالله نایبی (د تریندو میړونه) او حاجی محمد نعیم سحراو محمد نسیم سحر(د نیاخوریان).

د هدیرې پته : Skrubba Allé 1, 135 59 Tyresö

د فاتحې ځای: د افغانانو جومات  Hardemogatan 1,124 67 Bandhagen

د زیاتو معلوماتو لپاره په دغه شمیره ټیلفون 0735077327 تماس ونیسئ.

تقاضا از تمام هموطنان عزیز: لطفا د رمراسم های تشییع جنازه و فاتحه توصیه های اداره صحت عامه سویدن بخصوص فاصله یک متری در نظر گرفته شود.

ابراز تسلیت : انجمن افغان‌ها در سویدن عمیق ترین مراتب تسلیت خویشرا بمناسبت شهادت مرحوم صابر نوری به تمام اعضای خانواده ، اقارب و دوستان مرحومی تقدیم داشته برایشان صبر جمیل خواسته و برای مرحوم صابر نوری از بارگاه خداوند متعال بهشت برین استدعا نموده و روح مرحومی را شاد میخواهد.

تسلیت او غمشریکي : په سویډن کې د افغانانو ټولنه،د صابر نوري د شهادت په مناسبت، د ارواښاد ټولې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د تسلیت مراتب وړاندي کوي او د خدای له درباره ورته د جمیل صبر غوښتنه کوي. دا فغانانو ټولنه د اروښاد صابر نوري ته له خدایه ( ج) جنت دعا کوي. روح دې ښاد وي .



Lämna ett svar